جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په ننګرهار ولایت کې نا څرګنده وسلوالو دوه پولیس وژلې دي

په ننګرهار ولایت کې نا څرګنده وسلوالو دوه پولیس وژلې دي

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې پر پولیسو خونړی برید شوی.

د جلال آباد نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې نامعلومو وسله والو کسانو تیره شپه په ځايي وخت د ۸ بجو په شاوخوا کې پر پولیسو خونړی برید وکړ.

برید د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې شوی دی.

په برید کې دوه تنه پولیس مړه او د یو سوداګریز مارکیټ ساتوونکی ټپي شوی دی.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې برید پر موټرسایکل سپرو وسله والو لخوا شوی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: