سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په ننګرهار ولایت کې یو عسکر ۱۶ امریکایي عسکر وژلې دي 

په ننګرهار ولایت کې یو عسکر ۱۶ امریکایي عسکر وژلې دي 

په ننګرهار ولایت کې یو عسکر ۱۶امریکایي عسکر وژلې دي 

راپورونه وایي چې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ  اړوند مامندو سیمه کې د ملي اردو دوه تنو قوماندانانو پر امریکایي ځواکونو داسې مهال برید ترسره کړی چې له افغان عسکرو سره د هغوی ګډه غونډه روانه وه.
سرچینورسنېو ته ویلي چې په دې برید کې ګڼ شمیر امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او له برید وروسته امریکایي الوتکو پر یاده سیمه بمباری هم کړې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پیښې پړه منلې او ویلي یې دي چې؛ ‹‹برید ۲ تنو نفوذي مجاهدینو (قومندان پاچاخان او قومندان میندار) چې د حاجي ظاهر قدیر په ملیشو کې لا پخوا استخدام شوي وو او د قومندانۍ دندې ور سپارل شوي وې ترسره کړ››
طالبانو د ۱۶ امریکایی افسرانو او عسکرو د وژلو او ګڼ شمیر دټپي کیدو ادعا کړې ده.
مجاهد وایي؛ نفوذي ملګرو یې برید د یوې غونډې په جریان کې ترسره کړی او په وینا یې چې په متقابلو ډزو کې یې دواړه نفوذي ملګري وژل شوي دي.

د طالبانو اعلامیه زیاتوي چې تر برید وروسته امریکایي الوتکو سیمه بمبار کړې چې تر ۲۵ ډیر ولسي وګړي پکې وژل شوي دي.
امریکایي چارواکو  ترمخه د پیښې په اړوند تر اوسه کوم سپیناوی نه دی کړی .
بل پلو د ننګرهار ځایي چارواکي نښته او بمباري تائیدوي خو د جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې.
دا لومړی ځل نه دی چې په امریکایی ځواکونو دې خپل روزل شوي افغان ځواکونه حملې کوي په تیر کې هم په ځلونو ورته حملو کې سلګونو بهرنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یادونې وړ ده چې امریکایي چارواکو ژمنه کړې چې د داخلي بریدونو د مخنیوي په خاطر به یوه قطعه جوړوي ترڅو د هغو بریدګرو د بریدونو مخه ونیسي چې د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذب شوي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: