دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په ننګرهار کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په ننګرهار کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په ننګرهار کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه په چپرهار ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په دې عملیاتو کې یې اته کسه وژلي او شپږ نور ټپیان دي. د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال ویلی، تر دې دمه د پېښې له سیمې ۸ مړي او شپږ ټپیان وروړل شوي دي. دده په خبره لومړني معلومات ښيي چې یاد کسان ټول ملکي وګړي دي. بل پلو د مشرانو جرګې د دفتر رییس ضیا الرحمن ضیا وايي، د ملي امنیت ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په چینو کلي کې، چې د فضل الهادي مسلمیار پلرنی ټاټوبی دی عملیات کړي دي. دده په خبره په دغو عملیاتو کې ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي. د ننګرهار امنیه قومندانۍ یا هم ولایت مقام تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: