یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / په ننګرهار کې یو قومي مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات خان په یوه برید کې ووژل شو

په ننګرهار کې یو قومي مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات خان په یوه برید کې ووژل شو

. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلې چې نوموړی له خپلو نورو دریو ساتونکو سره چې د کورنۍ غړي یې هم ول ، وژل شوي او زوی یې سطحي ټپي دی.»

« د روداتو اړوند د کابل کمپ په سیمه کې مازدیګر شاوخوا ۶:۱۵ دقیقي د یوه ځانمرګي لخوا د حاجي حیات خان پر موټر برید وشو. له بده مرغه نوموړی له خپلو نورو دریو ساتونکو سره چې د کورنۍ غړي یې هم ول ، وژل شوي او زوی یې سطحي ټپي دی.»

ددې پیښي مسولیت تر اوسه چا ندی اخستی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دفتر د یوې اعلامیې په استولو سره دا پیښه غندلې او د حیات خان د کورنۍ له غړو سره خپله خواخوږي ښودلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *