چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په هرات ولایت کې د داعش ډلې دوه ځانمرګو یو شیعه وګړی وژلی دی

په هرات ولایت کې د داعش ډلې دوه ځانمرګو یو شیعه وګړی وژلی دی

په هرات کې د شیعه ګانو یوه جومات مخې ته نن یکشنبه په بم چاودنه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او اووه تنه نور ټپیان دي.

امنیتي چارواکو ویلي چې دوو ځانوژونکو په دې حمله کې لاس درلود.

د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده وویل چې یوه ځانوژونکي نن یکشنبه غرمه د لمانځه د ادا کولو په مهال د نبي اکرم د جومات په دروازه کې ځان والوځاوه.

د امنیتي چارواکو په وینا، دوهم حمله کوونکی د افغان ساتونکو په ډزو ووژل شو.

د دغې چاودنې مسؤلیت داعش ډلې پر غاړه اخېستی دی.

په هرات کې دغه چاودنه داسې مهال کېږي چې د نوروز په ورځ په کابل کې د شیعه ګانو یوه زیارت ته نېژدې په ځان وژونکې حمله کې چې مسؤلیت یې داعش ډلې په غاړه اخېستی، ۳۳ کسان ووژل شول او له ۵۰ زیات ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: