شنبه , مې 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په هرات ولایت کې د عامه نظم دري پولیس وژل شوي دي

په هرات ولایت کې د عامه نظم دري پولیس وژل شوي دي

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د عامه نظم یوه ساتنمن وروسته له هغه خپل درې ملګري په ډزو ووژل چې دوی څلور واړه د څښاک په اوبو پسې تللي وو. فرهاد وايي ساتنمن له پېښې وروسته په تېښته بریالی شوی دی خو د نیولو او پیدا کولو لپاره یې هڅې روانې دي. هغه وايي تر اوسه د پېښې اصلي علت نه دی په ګوته شوی، خو تر څېړنو وروسته به معلومات له رسنیو سره شریک کړي. دا لومړی ځل نه دی، چې د افغان پوځ په لیکو کې ورته پېښې رامنځ ته کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼ افغان پولیس او د ملي اردو پوځیان د خپلو ملګرو له لوري وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: