سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په هسکه مېنه کې د داعش وسله والو شپږ غړي وژل شوي

په هسکه مېنه کې د داعش وسله والو شپږ غړي وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وایي، د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په بمبارۍ کې تېره شپه شپږ تنه داعش وسله‎وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاندعطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دغه بمباري په هسکه مېنه کې شوې ده.

دی وايي:

“د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې بمبارۍ کړي دي چې په ترڅ کې شپږ داعش وسله‎وال وژل شوي دي. دا بمباري د هغوی پر پټن ځایونو شوې ده.”

تر دې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار چارواکو ویلي وو، په هغو عملیاتو کې چې له نېژدې ۵۰ ورځو راهیسې په هسکه مېنه کې پیل شوي، شاوخوا ۲۰۰ داعش وسله‎وال وژل شوي دي.

د والي وياند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل چې د دغو عملياتو رهبري د افغان پوځيانو په‎لاس کې ده، خو بهرني ځواکونه يې هوايي ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: