پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په هلمند ولایت کې درنه چاودنه شوې ده

په هلمند ولایت کې درنه چاودنه شوې ده

څو لحظې مخکې د هلمند په لښکرګاه کې يوه درنه چاودنه شوې ده. د مالوماتو ترمخه، ياده چاودنه د لومړۍ امنيتي حوزې ته مخامخ په غازي محمد ايوب خان ورزشي لوبغالي کې شوې ده، چې په لوبغالي کې د غېږ نيونې لوبه روانه وه. ويل کېږي چې دا چاودنه د موټر بم په واسطه شوې ده. د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه پورې کره مالومات نشته. نور جزيات وروسته خپرېږي له ټرایبل نیوز سره پاتي شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *