پوځ وایي چې په هلمند کې یي شلو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د ۲۱۵ میونـد قـــول اردو په خبر پاڼه کې راغلي چې پوځ د سنګین ولسوالۍ اړوند په زعفران سیمه کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي چې پنځه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې پوځ په موسی کلا ولسوالۍ کې هم هوایي برید کړي چې څلور طالبان وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
پوځ وایي په هوایي بریدونو کې د طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې اوسمهال په نادعلي، ګرشک، ناوې او مارجي ولسوالیو کې پوځي عملیات دوام لري خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.