جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په هلمند کې لا هم د نه خوړو اعتصاب روان دی

په هلمند کې لا هم د نه خوړو اعتصاب روان دی

د رسنیو د راپورونو له مخې د اعصاب کوونکو له ډلې دوه کسه یې روغتون ته لېږدول شوي دي. د هلمند د عامې روغتیا چارواکي وایي، ددوی سیار ټيمونه په سیمه کې دي او له اعتصاب کوونکو سره مرسته کوي. د چارواکو په خبره اعتصاب کوونکو ۶۶ ساعته خواړه نه دي خوړلي. په دې ډله کې لسګونه مېرمنې او نارینه شامل دي. په هلمند کې یادو کسانو له هغه وروسته لاریون وکړ، چې طالبانو یې غوښتنو ته ځواب و نه وایه. دوی له وسله والو طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي او له حکومت سره د سولې خبرې وکړي. خو وسله والو طالبانو په ځواب کې وویل، چې لاریون کوونکي دې ددوی ساحو ته نه ورځي او له امریکایانو دې وغواړي چې له افغانستان ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: