سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / پاکستان / په واشنګټن کې د هندیانو او بلوچانو لخوا دپاکستان په وړاندي تند غبرګون

په واشنګټن کې د هندیانو او بلوچانو لخوا دپاکستان په وړاندي تند غبرګون

د امریکا پلازمېنې واشنګټن کې یو شمېر هندیانو او بلوچانو د پاکستان سفارت مخته مظاهره کړې ده.

دغه مظاهره د پاکستان له لوري د بندي کلبوشن یادیو له کورنۍ سره د شوي چلند په غبرګون کې شوې ده. هند وايي چې پاکستان د کلبوشن له مور او مېرمنې سره ناوړه او غېر انساني چلند کړی دی.

کلبوشن چې پاکستان د جاسوسۍ په تور نیولی او د اعدام سزا ورته اورول شوې، موده وړاندې يې مور او مېرمن د ليدو له پاره اسلام اباد ته ورغلي وو. پاکستان يې له غاړو غاړه کۍ، بنګري او په پښو کې بوټونه لرې کړل. د بېرته تګ پر مهال يې د کلبوشن د مېرمنې بوټونه له ځان سره په دې تور ایسار کړل چې یو اوسپنیز مشکوک څيز په کې ايښودل شوی دی.

پاکستان وايي چې دوی به دغه بوټونه په سم ډول وپلټي.

د هند حکومت د پاکستان دغه کړنه سخته وغندله. ټولنیزو شبکو کې هم هندیانو د پاکستان دغه کار ته توند غبرګون وښود.

دغه مظاهره چې نن واشنټګن کې شوې، د پاکستان چلند په کې غندل شوی او پاکستان په کې د بوټونو په پټوونکي (غلا کوونکي) باندې یاد شوی دی.

مظاهره کوونکو ویل چې پاکستان د تنګ نظره خلکو له لوري اداره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: