پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / ليکنې / په پاکستان کې تری تم شوي پښتانه ماشومان افغانستان ته دځانمرګو بریدونو لپاره استول کیږی!

په پاکستان کې تری تم شوي پښتانه ماشومان افغانستان ته دځانمرګو بریدونو لپاره استول کیږی!

لیکنه:منظور (ښاغلی)

داچې پاکستان په نړیواله کچه د تروریستانو د روزلو اصلی مرکز دی او نړیوالو زبر ځواکونو د خپلي خوښې هره ترهګریزه پروژه د دوی پر مټ پلي کړي ده برسېره پر دې چې پاکستان نړۍ ته د تروریزم صادروونکي هېواد شهرت له ځانه سره لري خو په دې ورستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړي ته ځیني باشعوره پښتانه دپاکستان د ظالم او جابر پوځ پر ضد راپورته شول او د خپلو ورکو تم شویو ماشومانو، ځوانانو او نورو لپاره یې بسیاري لار یونونه وکړل دوی چې کره اسناد يې په لاس کې درلودل د پاکستان پوځ او ای ایس ای تورنه کړه چې د خیبر پښتونخوا ، شمالی وزیرستان ، سوات ، کراچۍ او بلوچستان کې په زرګونه خلک چې اکثره يې ماشومان او تنکي ځوانان دي په مختلفو بهانو له ځان سره نامعلوم لورې ته وړي او تر اوسه د دوی سر نویشت نامعلوم دی دیادو تری تم شویو کسانو معلومات تر اوسه پورې نه خو خپلو کورنیو ته شوي او نه یې کورنۍ له دوی د دې تمه لري چې ګنې دوی به ژوندي پاتې وي ځکه د پاکستان پوځ او استخباراتې ادارو دپیدایښت له ورځي تر اوسه ډېر بې ګناه انسانان وژلي او هم یې په زندانو کې بې له دې چې انصاف ورسره وشي بند ساتلي دي خو دپښتون ژغورنې تحریک لاریونونو او بیانونو ته په کتلو ډېر شمېر لادرکه شوي ماشومان او تنکي ځوانان افغانستان ته د ځانمرګو بریدونو په موخه دپاکستان د پوځ لخوا روزل او بیا د همدې هدف په موخه لېږدول شوي دي د دې لپاره چې یاده موضوع لا وضاحت ولري په اړه يې لاندې ټکو ته اشاره کیږي

1) په ټوله پښتونخوا کې د ماشومانو په ګډون تر دې دمه 30 زره خلک د پاکستان دپوځ او آی ایس آی لخوا تری تم شوي چې زیاتره تنکې ځوانان يې د ترهګریز بریدونه په موخه یا خو هم افغانستان ته استول شوي او یا هم تر روزنې لاندې دي په دې اړه افغان حکومت څو ځلي داسې ویډوګانې او اسناد رسنیو ته په لاس ورکړل چې په پاکستان کې روزل شوي ماشومان د ترهګریزو بریدونو لپاره افغانستان ته استول شوي وو

2) سربېره پر دې چې د پښتونخوا له ډېرۍ سیمو ماشومان لا درکه شوي خو د بلوجستان له ایالت څخه هم تر دا مهال 40 زره انسانان د ظالم او جابر پاکستاني پوځ لخوا د خپلو کورنیو څخه وړل شوي چې تر ننه پورې یې هیڅ ډول معلومات نشته دوی هغه ځوانان چې دکار وړتیا لري او یا حداقل تعلیم لرونکي وي په متخلفو بهانو وژلي او یا يې د زندان په خونه کې بند ساتلي دي دوی نفوز لرونکي مشران ترور کړي او یا یې هم لادرکه کړي تنکي ماشومان يې د ترهګریزو بریدونه په موخه افغانستان او یا هم کشمیر ته استولي چې دا عمل تر دې مهاله ښه په چکټتیا سره روان دی

3) سره له دې چې د پاکستان پوځ او استخباراتو دشمالي وزیرستان ، خیبر پښتونخوا بلوجستان ، سوات او نورو سیمو له پښتنو ماشومانو څخه د ترهګریزو بریدونو په موخه استفاده کړې بلکې د پاکستان په تجارتې ښار کراچۍ کې یې هم تر40 زره پښتانه او سیندي ماشومان لادرکه کړي څو په افغانستان کې ورځني د هکریزو بریدونو لپاره استفاده وکړي

4) داچې یو هېواد دهمدې مصقد پر بنیاد رامنځ ته شوی وي د خیر تمه ترې پکار نده ځکه دپاکستان وجود د همدې موخې لپاره شتون لري که چیرې پاکستان شتون لري نو اړینه خبره ده چې د نړۍ د زبر ځواکونو هره ناروا پروژه به عملي کوي او که چیرې داکار ونکړي نو طبعي خبره ده چې د دوی شتون به له خطر سره مخامخ وي.

5) دوی په افغانستان کې د داعش په نامه تروریستي ډلې ته هم دسون توکې له همدې لارې برابروي ځکه د افغانستان په ختځیو ولایتونو کې د داعش ډلي شتون او فعالیتونه په مستقم ډول د آی ایس آی تر اغیز لاندې دي د داعش په ډله کې د وزیرستان ، اورکزۍ ایجنسي، تیرا او باجوړ خلکو شتون او په پاکستان کې د هغوی ازاد تګ راتګ د پوښتنې وړ دی که نه څرنګه په دومره ډېر شمېر کې د داعش ډلې مشران او جنګیالي دپاکستان په امن ښارونو کې هستوګنیز ځایونه او د تګ راتګ امکانات ترلاسه کوي.

داچې په دې ورسیتو میاشتو کې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړي ته پښتنو د پاکستان حکومت خاصتآ د پوځ او استخباراتي ادارې پر ضد لار یونونه پیل کړي ديعلت يې هم دا دی چې د پاکستان پوځ او استخباراتو د دوی خپل خپلوان په دې موخه لادرکه کړي څو د ترهګریزه بریدونو کې ورځني استفاده وکړي داچې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران تل پر پاکستاني پوځ او استخباراتو په داسې حال کې چې کره اسناد او شواهد له ځانه سره لري نیوکه او دا خبره کوي چې ګنې د پاکستان پوځ په مستقیم او غیر مستقم ډول تروریستي ډلې حمایه کوي او امن ځایونه ورته برابروي دوی طالب مشرانو ته په کراچۍ ، اسلام اباد ، لاهور او نور سیمو کې د استوګنې کورونه ورکړي د نوموړو ډلو جنګیالو ته وسلې او مهمات برابروي او په مستقیم ډول دوی ته روزنه ورکوي او بیا يې د ترهګریزو فعالیتونو په موخه افغانستان ته استوي داچې ډیرۍ لادرکه شوي ماشومان د جکړې په موخه روزل او د خپلو اهدافو دپیاده کولو لپاره ترې استفاده کړي نو پکار ده چې په یاد هیواد هم نړیوال او هم سیمیز فشارونه واچول شي څو له یادو کړونو لاس په سر شي دوی نه یوازې ترهګرې ډلې افغانستان ته لېږي بلکې هندوستان ته هم دبریدونو په موخه تربیه کوي چې ښکاره بېلګه يې دپا ږکستان د نا اهل ګرځول شوي پخوانې لومړي وزیر نوازشریف اعتراف وو چې ویل یې په پاکستان کې ډیری ترهګريزې ډلې دنا دولتي خیریه موسیسو تر نامه لاندې فعالیتونه کوي او همدا ډلې دي چې د هندوستان په ممبۍ ښار کې تر 150 ډېر وګړي ووژل چې د نوموړي خبرو په پراخه کچه غبرګونونه هم له ځانه سره لرل.

دا چې په پاکستان کې تری تم شوي ماشومان او تنکي ځوانان د ترهګریزو موخو په خاطر استفاده کیږي نو پکار ده چې افغان حکومت یاده موضو په نړیواله کچه مطرح او پر پاکستان فشارونو ته دوام ورکړي.

#یادونه

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews.net1@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *