پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې د افغان کډوالو ځورونه زیاته شوې ده

پاکستان کې د افغان کډوالو ځورونه زیاته شوې ده

د رسنیو د راپورونو له مخې پاکستاني چارواکو له دغو کډوالو غوښتي چې ژر تر ژره دې خپل هېواد ته ستانه شي. سرچینې زیاتوي، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورونه زیاته شوې ده او په بېلو نومونو وهل کېږي یا زندانونو ته اچول کېږي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه هم د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ویلي وو، چې افغان کډوال به له پاکستان وباسي، ځکه ددوی په کمپونو کې ترهګر ځای پر ځای کېږي. د پاکستان د قبایلي سیمو اوسېدونکي او د امنیتي چارو کاروپوه سید عالم ویلي، پاکستان غواړي د نړۍ پام له ترهګرو د کډوالو موضوع ته واړوي. دده په خبره پاکستان د نړۍ له فشارونو سره مخ دی او له دغه هېواد غواړي چې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي، نو ځکه دوی پر کډوالو فشار راوړي او د نړۍ پام بل لوري ته اړوي. پاکستان له کلونو راهیسې له افغان کډوالو د سیاسي فشار د الې په توګه کار اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *