سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په پاکستان کې د ميشتو افغان کډوالو د استوګنې موده د جون د مياشتې تر پای پورې وغځول شوه

په پاکستان کې د ميشتو افغان کډوالو د استوګنې موده د جون د مياشتې تر پای پورې وغځول شوه

د پاکستان حکومتي چارواکو نن جمعه وويل، په دغه هېواد کې يې د مېشتو افغان کډوالو د استوګنې موده د جون د مياشتې تر پاى پورې وغځوله.

له دې سره څه باندې ٢ ميليونه افغان کډوال کولاى شي چې د درېيو نورو مياشتو لپاره په پاکستان کې ژوند وکړي.

د پاکستان د حکومت يوه وياند شوکت اقداس وويل، په دې موده کې به د دغو کډوالو د ايستلو د پروسې پر چټکوالي کار وشي.

وروسته له هغې چې د پاکستان کابينې د روان ميلادي کال په لومړيو کې د جنورۍ تر پايه د ټولو افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه وکړه، په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال له بې برخليک حالت سره مخامخ وو.

خو د جنورۍ تر پايه ورکړل شوى مهلت د مارچ مياشتې تر پاى پورې غځول شوى و.

تر دې مخکې افغان چارواکو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ په افغانستان کې د دغو کډوالو د مېشتېدو په اړه اندېښنه ښوولې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: