پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / ليکنې / په پاکستان کې ځينې خلک ولې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخالفت کوي؟

په پاکستان کې ځينې خلک ولې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخالفت کوي؟

په پاکستان کې چې کوم خلک د پښتون ژغورنې غورځنګ مخالفت کوي لامل يې څه دی؟

اصلي لامل يې دادی چې دغه خلک خو يا د حکومت لخوا پاللي شوي دي چې د آی ايس آی په اشاره نڅيږي،
او يا دغه خلکو ته کوم غم ندی رسيدلی، د پوځ لخوا يې خاندان ته کوم ځيان ندی اوښتی، په دې نه پوهيږي چې له اتوو او لسو کالو ورک پلار يا ځوی څومره غم لري، له خپل وطنه کډه کول، مال جايداد، خپل خپلوان پاتې کيدل، کور په بشپړه توګه بمباريدل څومره زور لري،
دوی ته دا احساس نشته چې د خپل زړه ټکړه يې مخې ته ټکړې ټکړې کيدل څه معنی لري، دوی د بمبار شوو کورونو له ملبو لاندې واړه ماشومان او سپينګيري ندي راويستلي، له دوی د خاندان غړی په نيمه شپه ندی تښتول شوی،
دوی نه پوهيږي چې غم څه شی وي، دوی د جيټ طيارو شور، د ماشومانو غوغا کله ليدلې،
دوی خو تمامه ورځ په لاهور، کراچۍ، اسلام آباد کې غټو غټو هوټلونو ته د سېل لپاره ځي، دوی کله له هيلي کاپټر د شلکې تندريزي ډزې اوريدلي، د دوی په ګمان هيلي کاپټر فقط ددې لپاره وي چې پي ايس اېل لپاره ورته د لوبې ميدان وچ کړي،
دوی د جيټ طيارو د لس منه ډرمانو پر ځمکه د راغورځېدلو غږ ندی اوريدلی،
دوی غربت څه پيژني، دوی لا د خپل وطنه ندي شړل شوي، دوی څيري جامې کچکول په غاړه در په در د وظيفو راغونډولو ذلت ندی ليدلی،
دغه خلک دې د بنګله ديش د سپينګيرو نه پښتنه وکړي چې په هغوی څه څه ندي تير شوي، دوی لا په بربنډه تنه په ځمکه ندي راښکل شوي، د دوی له سړيو پر ژونديني سترګې او نوکان ندي وښکل شوي، دوی د ځمکې لاندې زندانونه څه
ليدلي، دوی د پاکستاني رسنيو په جال کې راګير دي، دوی ته کله هم په سکرين باندې ريښتونی عکس ندی ښودل شوی، که کومې رسنۍ وغواړي چې له رښتياو خبر شي نو خبريالان يې قبالي سيمو ته نه پريښودل کيږي چې خلکو ته حقيقت په ډاګه کړي،
دا احساس خو هغه خلکو ته دی چې چا د پاکستان د پوځ لخوا دغه ستمونه ګاللي او يا ليدلي وي، نن په پښتنو کې د هرې دويمې مور بچی ورک دی او يا هم په ډزو ويشتل شوی دی.
زه مخالفينو ته ويل غواړم چې تاسو په تورو تيارو کې پراته ياست، تاسو لا وس هم د غفلت په خوب ويده ياست له دغه خوبه رابيدار شئ او مظلوم له ظلمه وژغورئ.
پښتون داسې يو قام دی چې اول اتفاق کيږي نه او چې اتفاق شي بيا د دوی اتفاق ماتول ډير ګران دي، هم دغه قبايلو پښتنو تاسو له د کشمير جنګ ګټلی، هم دغه قبايلو د بريطانيا په شان يو ستر طاقت په شا تنبولی.
که د پښتون قام سره دا سلوک اوندرول شو نو لرې نه ده چې د بنګله ديش په شان يو ببله واقعه رامينځ ته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *