شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په پلازمینه کابل کې دوه پاکستاني ترهګر نیول شو‌ي دي

په پلازمینه کابل کې دوه پاکستاني ترهګر نیول شو‌ي دي

په پلازمېنه کابل کې د پاکستان دوه وګړي له خطرناکو چاودېدونکو توکو سره یوځای د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

د کابل د ۱۱۱ مې فرقې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه کسان د چټک غبرګون د دوهمې لوا د شپږمې کنډک اړوند ځواکونو له خوا نیول شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ۱۱۱ مې فرقې د چټک غبرګون دوهمې لوا د شپږمې کنډک اړوند ځواکونو د ګزمې په ترڅ کې یې درې کسان د کابل ولایت د بوت خاکو والسوالی په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

د سرچینې په وینا، د نیول شویو کسانو په ډله کې دوه تنه د پاکستان د پیښور اوسېدونکې دي او یو بل د ننګرهار ولایت د سرې روډ ولسوالی اوسېدونکې دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د نیول شویو کسانو په واک کې ۲ کیلو ګرامه امونیم نایټیریټ او سې فور چاودېدونکې توکې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د کابل د ۱۱۱ مې فرقې په وینا، د دې ترڅنګ ۱۷۷۷۹۰ افغاني، ۱۲۳۰ پاکستاني کلدار، ۵ سیټ موبایل، ۲ پاکستاني پاسپورټ، د پاکستان د قبایلو ۲ پیژند پاڼې، ۶ عدد سیم کارټ هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي او نیول شوي کسان د امنیتي ځواکونو په قید کې تر تحقیق لاندې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: