پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بلوچستان / په پلوچستان ایالات کې ۷تنه عیسایانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

په پلوچستان ایالات کې ۷تنه عیسایانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

د بلوچستان ایالت په پلازمینه کوټه ښار کې د عیسایانو یوه چرچ ته نیژدې د ډزو په پېښه کې دوه تنه عیسایان وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپيان شوي دي.

د کوټي ډي آی جي عبدالرزاق چیما رسنیو ته ویلي چې د ښار په عیسی نګري سیمه کې هغه مهال پر عیسایانو ډزي وشوې، کله چې هغوی د یکشنبې د عبادت وروسته له چرچ څخه وتل.

د نوموړي په وینا بریدګر پر موټر سایکل راغلي وه، او د ډزو وروسته په بریالیتوب سره وتښتېدل.

د پيښې ټپيان د بولان میډیکل کمپلیکس ته وړل شوي چیري چې دوو تنو یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

باید وویل شي چې د روانې میاشتې په پيل کې هم د پنجاب څخه راغلي څلور تنه عیسایان پر شاه زمان سړک باندي هغه مهال ووژل شول کله چې يې په یوه رکشه کې سفر کاوه.

د تیر کال په دیسمبر میاشت کې هم د کوټې ښار پر زرغون روډ باندي د عیسایانو یو چرچ تر برید لاندي راغلی و، چې له امله یې نهه تنه ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپیان شول.

دیادونې وړ ده تیر په څیر د یاد برید مسؤلیت داعش وسلوالې ډلې اخستي دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *