شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / په پښور کې د یو مکتب سرمعلم دین ته په سپکاوي وژل شوي دي

په پښور کې د یو مکتب سرمعلم دین ته په سپکاوي وژل شوي دي


د پېښور سره نژدې د چارسدې په سیمې کې یو محصل خپل سرمعلم د هغې نه وروسته په ډزو کې وواژه چې ویل کیږي یاد سرمعلم دین ته سپکاوي کړي دي

راپورونه وایي چې دغه محصل په اسلام اباد کې د حکومت په ضد په ناستې کې د گډون لپاره ورغلی و او د مکتب نه غېر حاضر و.

د چارسدې د یو شخصي مکتب سرمعلم چې سریر احمد نومیده، د محصل نه د نه راتلو د علت په هکله پوښتنه وکړه، دواړه په خبرو کې وران شول او محصل په خپل استاد باندې ډزې وکړې.

د دغې قتل نه وروسته ، ځینو کسانو د دغې محصل ویډیو جوړه کړه چې دوي ترینه دا پوښتي چې ولې یې استاد وواژه، هغه وایي چې شپږ ډزه مې ویشتی دی او دا چې پښیمانه نه دی، خپل جرم قبلوم او د چا نه ویریږم نه

.

تیره میاشت په اسلام اباد کې د تحریک لبیک په نوم یوې مذهبي ډلې د حکومت په ضد احتجاجي ناسته کړي وه چې د حکومت نه یې د ځینو نورو غوښتنو برسیره د قانون د وزیر استعفی غوښتله. د پاکستان د قانون وزیر د دغې ناستې په نتیجه کې دیته مجبوره شو چې استعفی ورکړي.

د یادونې وړ ده چې دا لمړنې ځل نه دی چې یو کس په خپل سر په بل دین ته د سپکاوي تور لگوي او وژني یې. په ٢٠١١ کال کې د پنجاب د صوبې وزیر سلمان تاثیر هم په دی تور وژل شویدی. په ٢٠١٧ کال کې د مردان د ولي خان په پوهنتون کې یو محصل مشال خان د خپل پوهنتون هلکانو په وهلو وهلو مړ کړ، په هغه هم مذهب ته د سپکاوې تور لگول شوی و.

د پاکستان په اساسي قانون کې د مذهب د سپکاوي سزا اعدام دی،په پاکستان په دی وجه سخت نړیوال انتقادونه کیږي چې د دغه ډول قوانینو له وجې خلک ځان ته د نورو کسانو د وژلو اجازه ورکوي.

پولیس د پیښې ځاې ته ورغلي، قاتل یې نیولې او تحقیقات ترینه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: