یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / پاکستان / په پکتیا ولایت کې یو پاکستانی ترهګر نیول شوی دی

په پکتیا ولایت کې یو پاکستانی ترهګر نیول شوی دی

د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت ځواکونو د وسله والو طالبانو هغه پاکستانۍ غړی نیولی، چې غوښتل یې دغه ډلې ته وسلې ولېږدوي.

د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پاکستانۍ وګړی په پکتیکا ولایت کې نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د سراج الدین په نوم پاکستانۍ وګړۍ، چې طالبانو ته یې د وسلو او مهماتو د لېږد دنده په غاړه لرله له یو شمېر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوی دي.

خبرپاڼه وايي، دغه نیول شوي پاکستان په یوه ډینا موټر کې ۱۱۰ میله کلاشنکوفونه، ۶۹ میله تومانچې، ۳ میله سنایپر، ۱۶۸ بوجۍ ډول ډول مرمۍ غوښتل چې پکتیکا ته ولېږدوي، چې د ملي امنیت له خوا ونیول شول.

د ملي امنیت ریاست وايي، دغه پاکستاني وګړي اعتراف کړی، چې د غزني د طالبانو په لارښوونه یې غوښتل، دغه وسلې د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ته د بریدونو له پاره ولېږدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: