پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / په کابل کې د امریکا سفارت په ګډون يو شمېر سياسي فعالانو او مشرانو نن د کابل بریدونه غندلې دي

په کابل کې د امریکا سفارت په ګډون يو شمېر سياسي فعالانو او مشرانو نن د کابل بریدونه غندلې دي

د صدارتي ماڼۍ لخوا په یو بیان کې ویل شوي دي چې په بې گناه ولس، په جماتونو کې په عبادت کونکو، قامي او سیاسي فعالینو، خبریالانو او د بیان ازادۍ باندې بریدونه ټول جنگي جرمونه دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې د سیاسي چارو مشر حکمت خلیل کرزي په خپل ټیوټ کې لیکي:

(نن د لوی خفگان ورځ ده. نن زمونږ تکړه خبریالان او زمونږ خواږه ملگري په برید کې شهیدان شوي دي. هیواد یو وارې بیا په ویر کې دې.)

د ملي امنیت سلاح کار حنیف اتمر په ټیوټ کې د کابل برید غندلی دی. دی لیکي:

(په برید کې زړور خبریالان او عام خلک وژل شوي دي. زه د خپلو خلکو د کورنیو او د مطبوعاتو سره خفگان کې شریک یم. څوک هم د صحافت ازادي په حملو سره نشي ختمولی.)

په کابل کې د امریکا سفارت هم افغانستان کې د دوي په وینا وحشیانه بریدونه غندلې دي او د ترهگرۍ په خلاف یی د افغان ولس او د ولسمشر اشرف غني سره مرستې یو وارې بیا تکرار کړي دي.

سفارت وايي، دوي د ځپلو خلکو د کورنیو، ملگرو او همکارانو سره په دې غم کې شریک دي او زیاتوي چې په کوم ځای کې میډیا په خطره کې وي هلته نور ټول بشري حقونه د نور زیات خطر سره مخ وي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستو د ډلې یا یونما مشر تادیمیچي یاماموتو په سختو ټکو کې د بریدونو غندنه کړې ده او ویلې یې دي چې د صحافت د ازادۍ د نړیوالې ورځې وړاندې په ارادتا” د خبریالان په نخښه کولو باندې سخت راپاریدلی دی.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړې استازي یاماموتو زیاتوي چې د دې حملو هیڅ جواز نه شته او برید گرو او د دوي مرستیالانو ته د دوي د کړنو سزا ورکول پکار دي.

د پاکستان خارجه وزارت په خپور شوي بیان کی په افغانستان کې بریدونه په سختو ټکو کې غندلي دي او ویلي يې دي چې د پاکستان حکومت او ولس د خپلو افغان ورونو سره په دې غم کې شریک دي.

بیان زیاتوي چې پاکستان په هر شکل کې ترهگري غندي او د ترهگرۍ ناسور د ختمولو په خلاف جگړه کې یې اراده ټنګه ده.

د یورپي کمیشن ویاند مارگریټس شیناز ویلي، له بده مرغه د ورځ شورو ېۍ د خفگان نه وشوه. دې زیاتوي چې په جنگ کې هم څه اصول وي. عام بې گناه خلک او خبریالان چې د خپل سر پروا نه کوي او د خطرناکو او گرانو ځایونو او حالاتو خبرونه ولس ته رسوي دوي چرې هم نه دې په هدف کول پکار. دی وایي یورپي کمیشن او یورپي اتحاد د افغان ولس او د نړۍ د خبریالانو سره ملگري دي.

د خبریالانو د خوندیتوب اداره یا کمیټي (ټو پرټیکټ جرنلسټ) هم په کابل کې د بې خلکو او خبریالانو وژنه غندلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *