جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په کابل کې د څرخي الوتکې د لوېدلو په پیښه کې پنځه کسان ټپیان شوي

په کابل کې د څرخي الوتکې د لوېدلو په پیښه کې پنځه کسان ټپیان شوي

په پلازمېنه کابل کې د څرخي الوتکې د لوېدلو په پیښه کې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، پیښه پرون ناوخته د کابل په پوځي اکاډمي کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاته کړه، چې د پیښې په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه تنه بهرنيان ټپيان شوي دي.

د جنرال دولت وزیري په وینا، دغه کسان سربېرن ټپیان شوي دي او د هغوي روغتیایي حالت د ډاډ ور دی.

په همدې حال کې د ائتلافي ځواکونو یو ویاند جنرال ټام ګریسبک وایي، چې یاده الوتکه په دوی او د امریکایي ځواکونو پورې تړاو نه لري.

نوموړی اسوشیټیډ پرس ته ویلي، چې په دغه پیښه کې د ناټو او د امریکا پوځ اړوند هیڅ کوم سرتېري ټپیان نه دی شوی.

په همدې حال کې راپورونه ښیي چې دغه الوتکه په هغه شخصي شرکت پورې تړاو چې د پوځي اکاډمې د جوړولو په چارو کې بوخت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: