شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / په کابل کې وروستې بریدونه پاکستان کې پلان شوي وو

په کابل کې وروستې بریدونه پاکستان کې پلان شوي وو

وروستي بریدونه د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې پلان شوي وو. د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، په پاکستان کې د میشتو طالبانو د مشرتابه په اړه شواهد، او سندونه له پاکستاني چارواکو سره شریک شوي او پاکستاني لورې ته ویل شوي چې وروستي بریدونه د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې پلان شوي وو. ده زیاته کړه نړیوال اوس په اکثرو مواردو کې ورسره همغږي دي او د وسله والو د ځپلو لپاره پراخ هوایي او ځمکني عملیات په پام کې لري. برمک زیاته پاکستاني لوري ته مو د کرښې ها غاړه د ترهګرو د پټنځایونو او روزنځایونو په اړه معلومات او شواهد وړاندې کړي دي او هغوی هم ورسره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د هر راز مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: