جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په کاپیسا ولایت کې د یوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي دي

په کاپیسا ولایت کې د یوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي دي

په کاپيسا ولايت کې يو پخوانى قوماندان له خپلې ښځې او پنځو ماشومانو سره وژل شوى دى. د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، دا پېښه پرون له غرمې وروسته د دغه ولايت د تګاب ولسوالۍ په لرې پرته غرنۍ سيمه کې رامنځته شوې ده. د چارواکو په خبره د دې ولسوالۍ د بدراب سيمې د اخوند کلي يو پخوانى جهادي قوماندان خان له خپلې کورنۍ سره کندوز ولايت ته تللى و، چې پرون له کندوزه بېرته کلي ته تر ستنېدو وروسته کور ته نږدې نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړې او ټول يې وژلي دي. ویل کېږي، چې په دې پېښه کې قوماندان خان د هغه مېرمن او پنځه اولادونه یې وژل شوي دي. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *