سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې پلویانو ته اخطاري ورکول کیږي

په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې پلویانو ته اخطاري ورکول کیږي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پښتنو کاروباري خلکو ته دړکې ورکول کېږي، چې له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه دې ليرې اوسي او په کراچۍ کې چې د پښتنو کومه جرګه جوړه شوې ده، هغه سره دې هېڅ ډول مرسته نه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د منظور پښتين په مشرۍ کې جوړ شوى دى اوس په ټول پاکستان کې پښتانه يو ځاى کړي دي او د پاکستان پوځ په دې هڅه کې دى، چې په هره لاره کېږي، خو د دې غورځنګ مبارزه ناکامه او يا هم ورته بل رنګ ورکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر علي وزير په خپل فېسبوکپاڼه ليکلي دي، چې له تېرو درې ورځو راهيسې د کراچۍ په ټولو رېنجرز هېډکواټرو کې پښتانه کاروباريان او نور خلک راغوښتل کېږي او هلته ورته دړکې ورکول کېږي چې له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه دې ليرې اوسي، او د نقيب شهيد د انصاف لپاره چې کومه جرګه جوړه شوې ده، هغه سره دې هېڅ ډول مرسته نه کوي.

علي وزير په خپل فېسبوک په دې پوسټ کې مخکې د پاکستان پوځ ته دړکه ورکړې ده، چې له دې کارونو دې لاس واخلي، که نه وي نو موږ به کراچۍ ته درشو او بيا به د بښنې غوښتو وخت هم درسره نه وي.

علي وزير د پاکستاني پوځ لپاره د (کاليا) ويى کاروي، چې مانا يې تور يا تورى ده.

علي وزير د پښتون ژغورنې غورځنګ له هغه مشرانو څخه دى، چې د پاکستان پوځ پر ضد ډېره سخته ژبه کاروي. هغه وايي چې دى له سره تېر دى، ځکه د کورنۍ ټول غړي يې د پاکستان پوځ وروژلي دي.

په خپل يو بل پوسټ کې علي وزير دوه انځورونه خپاره کړي دي، لومړي انځور ته يې ليکلي دي، چې کله کاليا (پاکستانى پوځ) په نشه کې و، او دوهم ته يې بيا ليکلي، کله چې د کاليا (د پاکستاني پوځ) له سره نشه کوزه شوه.

په دواړو انځورونو کې د پاکستاني پوځ له خوا د پوستو تر څنګ بورډونه لګول شوي دي، چې په پښتو او اردو ژبه کې پکې هدايات ليکل شوي دي. په لومړي انځور کې ليکل شوي دي: ((ودرېږه ګنې ډز به درباندې وکړم))، دا هغه انځور دى چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ څخه مخکې اخيستل شوى دى او دغه بورډ هم مخکې ليکل شوى دى، خو کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پيل شو، نو له هغې وروسته دغه بورډ بدل شوى دى او د دغې بورډ پر ځاى بل بورډ لګول شوى دى، چې په هغې ليکل شوي دي: ((که په چيک پوسټ ستا سره د چا رويه مناسبه نه وي يا په خپله علاقه کې تاته چېرته بارود ملاو شي، بيا په دې شمېره موږ ته زنګ ووهه)). دا هغه څه دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ نه وروسته ورو ورو ترسره کېږي او د علي وزير په وينا، د پاکستاني پوځ له سره نشه راکوزېږي.

ياده دې وي چې په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه لويه جلسه ترسره شوه، چې په همدې جلسې کې اعلان وشو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ راروانې لويې غونډې به په لاهور او بيا په سوات کې وي.

د پاکستان پوځ هڅه کوي، چې دا غورځنګ ناکامه کړي او په دې لړ کې د پاکستان تحفظ مومنټ په نوم غونډې جوړوي او د خلکو له خولې د منظور پښتين پر ضد خبرې کوي. ويل کېږي چې د پاکستان پوځ دې غونډو ته په زور او دوکه خلک راولي او ځينې خلک هم په پېسو راولي.

خبريال ته رسېدلي خبرونه وايي، چې په وروستيو کې د پاکستان پوځ له لوري کومه غونډه په ډي آى خان کې جوړه شوې وه، نو مزدوران يې ورته راوستي و او ټولو ته يې بيا دوه دوه زره روپۍ ورکړې.

په همدې حال په غونډه کې د ګوتو په شمېر يو څو کسان ول، چې ځينې پکې د تحريک طالبان پاکستان پخواني غړي هم ول، چې د منظور پښتين پر ضد يې خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *