پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / په کرمه ایجنسۍ کې د ترهګرو په وژل کیدوپاکستان خفه دی

په کرمه ایجنسۍ کې د ترهګرو په وژل کیدوپاکستان خفه دی

اسلام اباد د شمالي وزیرستان په مربوطاتو کې د حقاني شبکې پر یو ډلمشر د امریکایي ځواکونو د هوایي برید پر وړاندې توند غبرګون ښودلی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو د کرمې ایجنسې په مربوطاتو کې د افغان کډوالو پر یوه خیمه برید کړی دی. خبرپاڼه زیاتوي، چې اسلام اباد د ناټو ځواکونو دغه اقدام په کلکو ټکو غندي او پر امریکایي چارواکو د تل په څېر غږ کوي چې د ترهګرو په اړه استخباراتي معلومات له پاکستاني چارواکو سره شریک کړي څو پاکستاني ځواکونه یې پر وړاندې اقدامات وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان اورکزي ایجنسۍ کې یوې امنیتي سرچینه ویلي، په دغه برید کې د حقاني شبکې ډلمشر ناصر محمود چې مشهور په خاوري و، وژل شوی دی. سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د خاورې دوه نور ملګري هم وژل شوي دي خو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: