جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / په کندهار کې د تېرې ورځې برید په پاکستان کې پلان شوی وو

په کندهار کې د تېرې ورځې برید په پاکستان کې پلان شوی وو

دکندهار امنیتي چارواکي وایې چي دسپین بولدک ولسوالۍ په پېښه کي پنځه ځانمرګي برېد کوونکي او ملي پولیس وژل سوي .

دکندهار امنیي قومندانۍ ویاند ضیا دراني نن وویل چي تیره ماخستن شا وخوا اته بجې څلورو ځانمرګو برېدوکوونکو چي د سرحدي پولیسو جامي یې اغوستي وي، دیادي ولسوالۍ پر امنيي قومندانۍ او شهرا کنډک پر ودانیو وسله وال برېد وکړ.
درانی وایې چي لومړی موټرسایکل بم چاودنه سوې وروسته مخالفینو وسله وال برېد پیل کړ، چي څو دقېقې وروسته دوهمه چاودنه هم وسوه.

دپولیسو ویاند زیاتوي چي دغې جګړې د شپې تر لسو بجو دوام درلودی چي په پایله کي څلور ځانمرګي برېد کوونکي ووژل سول.
هغه وایې چي په دې جګړه کي یو امنیتي سرتیري وژل سوی او څلور نور ملي پولیس ژوبل هم دي.
د ضیا دراني په خبره چي د وژل سوو وسله والو سره تلیفونونه هم ورسره وه چي مستقیم یې دپاکستان له استخباراتي شبکې سره اړیکه درلودل.
دی وایې چي دغه وسله والو دپاکستان له کویټه ښار څخه راغلي ؤ.

طالبانو برید مسولیت منلی او ادعا یې کړه چي ډېرو امنیتي سرتیرو ته یي مرګ ژوبله آړولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: