پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په کونړ کې لسګونه کورني د پاکستان د احتمالي بريدونو له کبله بی کوره شوي دي

په کونړ کې لسګونه کورني د پاکستان د احتمالي بريدونو له کبله بی کوره شوي دي

دکونړ له ناړۍ ولسوالۍ سلګونه کورنۍ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د احتمالي جګړې له وېرې له خپلو کورونو وتلې دي. ویل کېږي، پاکستاني ځواکونه غواړي هلته د ډېورنډ فرضي لیکې په اوږدو کې اغزن تار وغځوي، چې کابل يې تل پر دې لیکه د خنډونو او دروازو جوړولو مخالفت کړی. افغان حکومت وايي، د بېځایه شویو د مرستې تر څنګ دوی ته له ځانه د دفاع امر شوی او له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې پر برابرولو غور کوي. د کونړ له دې سرحدي او لرې ولسوالۍ په ساړه ژمي کې اوسېدونکي وروسته تر هغه وتلو ته اړ شول، چې افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونه یو او بل ته ګوته په ماشه شول. د پاکستان پوځ د دوکلام او ارندو ترمنځ د اغزن تار غځول او دروازې لګول غواړي، همدغه کار افغان حکومت او خلک دواړه وپارول. د کونړ د پولیسو مشر پاسوال جمعه ګل همت، وايي کابل ورته د خپلې خاورې د کلکې ساتنې امر کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: