وسله والو په کوټه کې دوه کسان په ډزو سره وژلي دي. پاکستاني چارواکي وایي، یاده پېښه په کوټه کې د لږکیو شعیه ګانو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو تازه بیلګه یادېږي. د پولیسو په خبره ویشتل شوي کسان پر سړک پلي روان وو چې مخ پټو وسله والو ورباندې برید کړی دی. هغوی وایي ښایي دا کومه هدفي وژنه وي. د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیما ویلي، برید کوونکو له سیمې پښې سپکې کړې خو د موندلو په پار یې د پولیسو هڅې روانې دي. بلخوا داعش ډلې د یادې پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.
