پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / بلوچستان / په کوټه کې سرتېری برید پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده

په کوټه کې سرتېری برید پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده

په کوټه کې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ودانۍ ته نېږدې له جي پي او چوک سره نېږدې چاودنه شوې چې پکې د ورستیو مالوتو له مخې لس پولیس سرتېری  وژل شوي او اوولس تنه نور چې په هغوی کې هم ډېری پولیس سرتېري دي ژوبل دي.

دغه چاودنه د پولیس سرتېرو له یوې لارۍ سره جوخت شوې ده. له جي پي او چوک سره نېږدې پولیسو د امنیت په خاطر د خلکو تګ راتګ بند کړی وو. له دغه چوک سره نېږدې پر زرغون سړک د بلوچستان مهمې سرکاري ودانۍ دي لکه صوبايي اسمبلۍ، د صوبې ګورنر کور، د اعلا وزیر کور او های کورټ شتون لري.

چاودنه هله وشوه کله چې د بلوچستان اسمبلۍ غونډه پای ته ورسېدله. نن د پخواني اعلا وزیر ثناالله زهري خلاف په اسبملۍ کې د بې باروۍ لیک راوړل شوی وو چې نوموړي پر قرارداد تر بحث وړاندې د صوبې ګورنر محمد خان اڅکزي ته خپله استعفا وړاندې کړله. زموږ خبریال وايي په کوټه ښار او خاصکار له صوبايي اسمبلۍ سره نېږدې لارو کوڅو کې په لوی شمېر کې پولیس او سرحدي عسکر ګمارل شوي ول.

پولیس چارواکو ویلي چې د امنیت لپاره یې له دغه سیمې سره نېږدې تر شپږ زره زیات پولیس سرتېري ګمارلي ول.

د کوټې لوی روغتون (سیویل هسپتال) ویاند وسیم رسنیو ته ویلي چې دوی ته اوولس تنه ټپیان او د یوه وژل شوي پولیس سرتېري مړی وروړل شوی دی. ځینې نورې رسنۍ بیا دا یو ځانوژونکی برید بولي چې پر موټرسایکل سپور تن د پولیس سرتېرو له یوې لارۍ سره خپلځان الوزولی دی.

د یاد برید پړه د تحریک طالبان پاکستان فضل الله ګروپ منلې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *