سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په ګردېز کې د پوليسو په دوه پوستو بريدونه شوي

په ګردېز کې د پوليسو په دوه پوستو بريدونه شوي

په ګردېز کې د پوليسو په دوو پوستو وسلوال بريدونه شوي.د پکتيا پوليس وايي؛ تېره شپه د پکتيا په مرکز ګرديز کې وسله‌ والو طالبانو د پوليسو په دوه جلا جلا پوستو وسله ‌وال بريدونه کړي؛ چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې. د دغه ولايت د پوليسو وياند سرداروالي تبسم وويل، په دغه بريدونو کې يو پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان دي. د نوموړي په وينا وسله طالبانو ته هم پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې، د ده په وینا تېره شپه وسله‌والو طالبانو د مرکز ګردېز په اړوند دوه پوستو بريدونه وکړل، غوښتل يې پوستې سقوط کړي چې د پوليسو له کلک غبرګون سره مخ شول. له بل لوري د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د قلعه صادق پوسته يې نيولې او ۶ پوليس يې هم وژلي دي خو د پکتيا پوليسو دغه ادعا رد کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *