د بادغيس ولايتي شورا وایې چي په مقر ولسوالۍ کي په یوه هوایئ برېد کي شپږ محلي پوليس وژل سوي.
ویل کېږي چې له په دې برید کې شپږ پولیس وژل سوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د بادغيس د ولايتي شورا غړي فريد اخي زي وويل، چې دغه شپږ سيمه ييز پوليس نن شاوخوا ١١ بجې د مُقر ولسوالۍ په سنګه خير سيمه کې له خپلې پوستې څخه چېرته روان وو، چې د جېټ الوتکو تر بريد لاندې راغلل. دى وايي، کېداى شي دغه الوتکې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو وي او پر يادو کسانو يې د دولت د وسله والو مخالفين ګمان کړى وي، ځکه چې وژل شويو کسانو پوځي جامې نه لرلې او هغه ملکي جامې يې پر تن وې چې د دولت وسله والو مخالفين يې اغوندي. بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند سرور داوري، په ياده سيمه کې هوايي بريد تاييدوي، خو وايي چې تر اوسه يې په اړه جزييات نه لري.
