جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / بين المللي / پوتین او مېرکل هېڅ هوکړه نه ده لاسلیک کړې

پوتین او مېرکل هېڅ هوکړه نه ده لاسلیک کړې

پوتین په یوه رسمي سفر آلمان ته تللی و او هلته یې ددغه هېواد له لومړۍ وزیرې سره کتلي دي. د المان او روسیې ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې، چې روسیې کریمیا له اوکراین بېله کړه. دواړه هېوادونه پخپل منځ کې د مایع ګاز سوداګري هم لري او اوس له روسیې المان ته د ګازو د لېږد یوه ستره پروژه پیل شوې ده. ټاکل شوې چې دغه پروژه له اوکراین تېره شي. دواړو لورو ددغه پروژې پر عملي کولو او همدا راز د درېیم هېواد له لوري د احتمالي خنډونو پر جوړولو بحث کړی دی. د کریملین ویاند دیمتري بیا ویلي، چې ښایي امریکا پر المان فشار راوړي چې دغه پروژه ودروي او یا پر هغو شرکتونو بندیزونه وضع کړي، چې په یاده پروژه کې کار کوي، نو له همدې امله پوتین او مېرکل پر دغه موضوع اوږده بحثونه کړي دي. المان ټینګار کړی دی، چې دغه پروژه به بشپړوي او د خپل هېواد اړتیاوې به پوره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *