سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پوتین وایي لاپي مې ندي زده لودیځوال د ځان په واقعیتونو خبر کړي

پوتین وایي لاپي مې ندي زده لودیځوال د ځان په واقعیتونو خبر کړي

روسیې د اټومي وسلو دوو سسټمونو ته داسې بڼه ورکړې، چې مخنیوی یې ناشونی دی. ولسمشر پوتین دا څرګندونې څلورم ځل ولسمشرۍ ټاکنو ته تر نوماندېدو مخکې د خپلو مهمو تګلارو د معرفي کولو په لړ کې کړې دي. په دغو وسلو کې چې نوموړي یې په ویاړ یادوونه کوله، هغه کروز توغندی هم شامل دی، چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېدلی شي. پوتین وايي لویدیځوال باید پر نویو واقعیتونو ځان پوه کړي ځکه دا لاپې نه دي. هغه په خپله کلنۍ وینا کې د خبرو پر مهال دغه راز د ویډیويي انځورونو په مرسته د دوو نویو اتومي سسټمونو خبره هم وکړه، چې په وینا یې کولای شي له تشخیص کېدو ځان وژغوري. پوتین د روسیې پارلمان ګډې غونډې ته په دغه دوه ساعته وینا کې له روسانو وغوښتل، چې نویو سسټمونو ته نومونه وټاکي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *