د پولنډ دفاع وزیر ویلي، له امریکایي چارواکو سره یې په پولنډ کې د امریکا د دایمي اډو په اړه خبرې وکړې، څو د روسیې د اشغال مخه ونیول شي.
ماریوس بلاشچاک پرون دوشنبې یوې دولتي رسنۍ ته ویلي چې د هڅو په نتیجه کې یې د امریکا سنا مجلس په پولنډ کې د امریکایي ځواکونو د دایمي حضور د ارزونې لپاره له پنټاګون سره اړیکې نیولي دي.
نوموړي ویلي، دا ډول حضور د سیالانو د مخنیوي په برخه کې ډېر اهمیت لري.
ځینې راپورونه وایي، وارسا په پولنډ کې د امریکا د یوې دایمي اډې د جوړولو لپاره د ۲ میلیارده ډالرو وړاندیز کړی.
د روسیې د ولسمشر ویاند ډمیتري پسکوف وویل، د روسیې پولو ته نېژدې د ناټو د پوځي حضور ډېروالی په هر صورت د دې وچې امنیت او ثبات نهشي ډېرولی.