دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پوهنې وزارت: د دوشنبې د ښوونځیو روخصتي ختمه شوه درسونه پیل شو

پوهنې وزارت: د دوشنبې د ښوونځیو روخصتي ختمه شوه درسونه پیل شو

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، سر له نن دوشنبې به د انتخاباتو په خاطر د ښوونځیو رخصتي ختمه او درسونه به پيل شي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل پرون شپه په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې د انتخاباتو په هدف یې یوه اوونۍ ښوونځي رخصت کړي وو.

حقمل زیاته کړه:

“تېره اوونۍ د ټاکنو لپاره او له ټاکنو سره د مرستې په هدف د دې لپاره چې ډېر مرکزونه په ښوونځیو کې وو، موږ ښوونځي له تېرې یکشنبې رخصت کړي و او نن دوشنبې به بېرته ښوونځي پيلېږي. ټولو ښوونځیو ته هدایت شوی چې درسي بهیر په عادي ډول پیل کړي او هغه درسونه چې د انتخاباتو د رخصتۍ په خاطر شاته پاتې جبران کړي او زده کوونکو ته تدریس وکړي.”

د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو لپاره تر ډېره ښوونځي هم د رأی ورکوونې د مرکزونو په توګه وکارول شول چې په ځینو کې یې د وسله‎والو مخالفینو له خوا بمي بریدونه شوي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس وویل چې په ښوونځیو کې د ځینو ناوړه پېښو راپورونه ور رسیدلي خو هیله ده چې د پوهنې منسوبین نه‎وي زیانمن شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: