پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / ليکنې / پښتانه د ژوند په ستونزمن پړاو کې! لیکنه: بلال امرخېل

پښتانه د ژوند په ستونزمن پړاو کې! لیکنه: بلال امرخېل

لیکنه: بلال امرخېل

که تاریخ ته وکتل شي نو په هره زمانه کې پښتنو د وخت د جابرو واکمنانو پر وړاندې وخت په وخت درانه درانه انقلابونه زېږولي له احمد شاه ابدالي نه تر ایپي فقیر، میرزاعلی خان او ترنګزو بابا جي پورې. پښتنو خپل دین، پښتو او خپلې تګلارې ته د سرونو دېوالونه په حفاظت ودرولي خو د چا یرغل یې ندی ورباندې منلی اوسنی دور هم یو ستونزمن او د پښتنو لپاره پېچلی دور دی ډول ډول ازماېښتونه لري پښتانه یې سره په لر او په بر وېشلي دي د پښتانه وجود په ملا یې اغزن تارونه ځای پر ځای کړي چې لر پښتانه یې اوس د پنجاب تر اغېږې لاندې دي او بر پښتانه که څه هم له یو شمېر بمباریو، شپنیو چاپو او نورو بېلابېلو وحشتونه سره مخ دي خو په کوزه پښتونخوا کې د راپورته شوي ځوان منظور پښتین حمایت او غږ یې ښه په جار بدرګه کړی ـ

منظور پښتین څه غواړي او ولې دې ته اړ شو چې د “پښتون ژغورنې غورځنګ” په نامه چیغه پورته کړې او پښتانه سره یو موټی کړي

مونږ ګورو چې د څوکلونو راهیسې د کوزې پښتونخوا پښتانه په بېلابېلو نومونو وژل کېږي کله په کراچۍ ښار کې “متحده قومي مومنټ” چې هغه وخت د حکومت لخوا روزل شوي قاتلان وو د هغوی په لاس پښتانه وژل کېدل، د”۲۰۰۱م” کال کې کله چې امریکایي یرغل په افغانستان خپله قبضه واچوله نو بر پښتانه یې پخپل منځي جنګونو بوخت کړل او لرو پښتنو ته پاکستان مټې رابډ وهلې د بې کوره کولو سربېره د هغوی د میندو خویندو عزتونه یې پایمال کړل، ځینې پښتنې خویندې یې په ځینو ورکو بندي خانو کې په کلونو کلونو بند محکومې کړې پښتانه ځوانان یې په مختلفو نومونو ووژل

پنجابي ښکېلاک داسې څوک سر پورته کولو ته نه دي پرېښي چې د خپل پښتانه قام د مظلومانو غږ پورته کړي په قبایلي سیمو کې به د پاکستان جیټ الوتکو د شپې لخوا بسته بسته کورونه بمبار کړل چې به پکې ښځې او ماشومان شهیدان شول خو د پاکستان بلواکو او پلورل شویو رسنیو به په هغو ښځو او کوچنیانو هم د ترهګرو ټاپې ولګولې او پوځي ویاند به یې سهار د شلو او دېرشو ترهګرو د وژل کېد خبر خپور کړ ـ

کورونه ورانېدل، د سپین ږیرو عزتونه لوټېدل چې په هر چیک پوسټ کې به ترې کمیسونه ویستل کېدل، د پښتنو خویندو عزتونه تر پښو لاندې کېدل، ځوانان له کلونو راهیسې مړه ژوندي ورک چې ځینې یې په جعلي مقابلو کې ووژل، قبایلي ولس ته د وطن کارتونه ورکول دا راښایي چې ګواکې دوی د پاکستان نه بلکې د بل کوم دښمن هېواد وګړي دي چې د شناختي کارت سربېره وطن کارت ونه لري نو دوی به ترهګر حسابېږي

د “پښتون ژغورنې غورځنګ” چیغه د هر با احساسه پښتون په خوله د همدغو ناوړه کړنو له امله جوته شوې

ځینې پنجاب پلوه پښتانه چې په ځینې اسطلاح کې ورته “ګلخانان” هم ویل کېږي هغوی د منظور پښتین دغه ګام ته په بد نظر ګوري کله ورته د نورو هېوادونو لاس پوڅی وایی نو کله یې بیا د پاکستان د پوځ خلاف غږ ناسم کار بلي او وایی چې پوځ زمونږ د سرونو او خویندو میندو د عزتونو خوندي ساتلو لپاره یو محافظ پوځ دی

زه هغو پنجاب پلوه او بې ضمیره پښتنو ته دا وایم چې کېدایشي ستاسو د خپلو سکه خویندو میندو عزتونه به خوندي وي خو د هغو نورو مظلومو پښتنو خویندو ورونو سره په شویو ظلمونو خو سترګې مه پټوئ، د هغوی په درد ودردېږئ، د هغوی اوښکې او سلګۍ محسوسې کړۍ که حمایت یې نشئ کولای نو مخالفت خو یې مکوئ.

د غازي میډیا نیټ ورک نه په مننې سره!!!

#یادونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: