یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پښتون ملتپال سیاستوال محمد جان لالا د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې دنيا سترګې پټې کړې

پښتون ملتپال سیاستوال محمد جان لالا د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې دنيا سترګې پټې کړې

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سیاستوال محمد جان لالا (مندوخېل) د جمعې په ورځ د کوټې په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.

محمد جان لالا (مندوخېل) له تېرې څه مودې راهسې د ورپېښې ناروغۍ د درملنې لپاره د کوټې په روغتون کې وو او د جمعې په ورځ یې د ۷۵ کالو په عمر کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

نوموړی د بلوچستان صوبې د پښتون مېشتې سیمې ږوب اوسېدونکی وو او مړی به یې د مې پر ۶مه په پلارنۍ هدېره کې خاورو ته سپارل کېږي.

محمد جان لالا د خپل ژوند لویه برخه د پښتنو د حقونو او سرلوړۍ لپاره په مبارزه کې تېره کړې وه او په دې لړ کې څو ځله زندان ته هم تللی وو.

نوموړي د نشنل عوامي پارټۍ په وخت کې په بلوچستان کې د یاد ګوند فعال غړی وو او بیا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بنسټ اېښودونکوغړو کې شامل وو.

محمد جان لالا د ملي مبارزې لپاره د خوراک په محکمه کې د تحصیلدارۍ سرکاري نوکري پرېښې وه او په فعاله توګه یې د ګوند چارې پر مخ وړې وې.

نوموړی د عبدالصمد خان اڅکزي ، کمال خان شېراني او رحیم مندوخېل له نژدو ملګرو.

محمد جان لالا په پاکستان کې د ایوب خان او ضیاالحق د مارشلا پر وخت د خپلې ملتپالې مبارزې له کبله څو ځله په زندان کې اچول شوی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: