د اپريل په دويشمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ لويه غونډه په لاهور کې کېدونکې ده، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې تراوسه پورې ورته د لاهور ادارې اجازه نه ده ورکړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د اتم اپريل د پېښور په غونډه کې پرېکړه کړې وه، چې د اپريل په دويشتمه نېټه به په لاهور کې غونډه کوي، چې د دې غونډې لپاره په کارونو لګيا شول، کمپاين ورته پيل شو، ځاى ورته وټاکل شو، هر څه پوره شول، خو له تېرو لسو ورځو راهيسې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي له لاهور ادارې څخه اجازت نامه غواړي، خو هغوى يې نه ورکوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظور پښتين او علي وزير وايي، که هر ډول کېږي، خو په لاهور کې به غونډه ترسره کوي، خو بلخوا د پنجاب اداره وايي، چې په لاهور کې به هېڅ غونډه نه کوئ.
اوس غونډې ته يواځې يوه شپه پاتې ده، وه به کتلى شي چې د لاهور اداره غونډې ته اجازه ورکوي او که نه، که چېرته اجازه ورنکړي، نو ايا پښتون ژغورنې غورځنګ به په لاهور کې د پېښور په څېر لويه غونډه وکړاى شي او که نه؟
دا هغه پوښتنې دي چې تر سبا پورې به ورته انتظار باسو.