پښتون ژغورنې غورځنګ له پنجابي ادارې د ورانونکې تګلارې نغاړلو غوښتنه کړې. هغه تګلاره چې کورنۍ ناکرارۍ یې زېږولې، افغانستان یې برباد کړی او د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې سبب شوې ده. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه لیکنه کې راغلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په زرګونه فعالو ځوانانو د دې لپاره هلې ځلې پيل کړې، چې د پاکستان لوړپوړي جنرالان د تېرو څلورو لسیزو له ویجاړوونکې تګلارې راوګرځوي. پي ټي اېم په اصل کې له اسلام اباده غواړي چې د څه باندې ۲۰۷ میلیونه وګړو په ځانګړې ډول د کرښې ها غاړه کې تر ۳۰ میلیونه زیاتو پښتنو بنسټیز بشري حقونه ومني. خو داسې نه ښکاري، چې پوځ به د یاد ګوند بر حقه غوښتنو منلو ته غاړه کېږدي. د لیکوال په باور پوځي اشرافیه زړه نا زړه دي، چې د افغانستان په جګړه کې خپل ښکېلوالی پای ته ورسوي او کنه. دوی د پي ټي اېم بدنامولو لپاره هم پر هغوی د (دوه مخې لوبې) نوم ایښی دی، د غورځنګ د ځوانې رهبرۍ هېواد پالنه یې تر پوښتنې لاندې راوستې ده. د پاکستان پوځ شپه ورځ لګیا دی، دغه غورځنګ له افغانستان سره وتړي چې پکې پښتانه اکثریت دي او له تاریخي پلوه د هغه هېواد مشرتابې او ولس تل د خپلې خاورې بیرته اخیستو دعوه ژوندۍ ساتلې ده. د یادونې ده چې د ۷۰ کلن پاکستان په تاریخ کې، پښتون ژغورنې غورځنګ لومړنی ولسي پاڅون دی چې نېغ په نېغه درېشی والا په ډاګه ننګوي.