د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، له پاکستان سره به د خبرو تر څنګ ددوی اعتراضونه هم روان وي. د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان له حکومت سره د خبرو لپاره یو هیت ټاکلی دی چې د بېلو سیمو مشران، سیاستمدران، د مدني، بشري حقونو فعالین پکې شامل دي. ددغه غورځنګ د مشرانو له ډلې محسن داوړ وايي، دوی غواړي خبره یې له حکومت سره وړاندې لاړه شي او دغه جرګې ته د خبرو اختیار ورکړل شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې په دغه جرګه کې د تحریک مهم غړي شامل دي او دوی ټولې خبرې په مشورو او پوره دقت مخ ته وړي او د ټولو پښتنو د ستونزې حل لپاره به هڅه کوي. داوړ ویلي، غواړي د خبرو، سوله ییزو لاریونونو او اعتراضونو له لارې د پښتنو حقوق خوندي کړي. هغه له دې خبرو سره سره پر اعتراضونو او هلو ځلو هم ټینګار کړی دی.
