په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال هاشم پښتین بي بي سي ته ويلي، پولیسو پر هغه هوټل چاپه وهلې چې پکې د غورځنګ مشران و او ډېری یې نیولي دي.
د هاشم پښتین په خبره په نیول شویو کې علي وزیر، عصمت شاه جهان او یو شمېر نور مشران شامل دي.
تردې وړاندې د لاهور ځايي چارواکو د غورځنګ مشرانو ته په لاهور کې د جلسې کولو اجازه نه وه ورکړې خو د غورځنګ مشر منظور پښتین رسنیو ته ویلي و په هر صورت به جلسه کوي.