پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پښور کې د عوامي نیشنل ګوند په غونډه کې د برید پړه تحریک طالبان پاکستان ومنله

پښور کې د عوامي نیشنل ګوند په غونډه کې د برید پړه تحریک طالبان پاکستان ومنله

برید کې د پاکستان پارلماني ټاکنو ته نوماند او د یاد ګوند مشر هارون بلور په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۲۵ډېر نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې یاد برید د پېښور په یکه توت سیمه کې د عوامي نشنل ګوند پر انتخاباتي غونډه تر سره شوی دی. پېښور کې د (اې ان پي) پر پراخه غونډه شوي، ځانمرګي برید یو ځل بیا د پاکستاني حکومت پر وړاندې د خلکو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د یاد برید پړه تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې منلې ده . دا په داسې حال کې ده، چې پنځه کاله وړاندې د هارون پلار او د اې ان پي ګوند مشر بشیر احمد بلور هم یو ځانمرګي بریدګر په نښه کړ، چې د هغه په شمول یې د غونډې ګڼ ګډونوال، مړه او ټپیان کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *