جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / پکتیا:پاکستان پوځ یووار بیا د ډیورنډ په لانجمنه کرښه اغزن تار لګول پیل کړي

پکتیا:پاکستان پوځ یووار بیا د ډیورنډ په لانجمنه کرښه اغزن تار لګول پیل کړي

د پکتیا په سرحدي سیمو کې پاکستانيو ځواکونو د ډیورند په فرضي کرښه د اغزن تار لګولو کارونه پیل کړي.
د سيمې خلک وايي، چې د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې له قومي مشرانو سره یې د دې مسلې په اړه ناستې کړې، تر څو یاده ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي.
د دوی په خبره چې د پاکستاني پوځ اوسنۍ کړنې د قانون او اصولو خلاف دي.
د ځاځي اریوب اوسېدونکی محمد اکبر زیاتوي: (( خلکو ته مو دا خبره کړې ده، چې مونږ تاسې د قام په معیار باید دا سرک چې کوم روان دی، دا د نړیوالو اصولو هم خلاف دی او باید دا ونشي، هغوی ته مو قناعت ورکړی دی او ورته ویلي مو دي، چې که تاسو دا سرغړونه کوئ نو ولسونه به لاس په کار شي او اوس یې کارونه بند کړي دي.))
زلمی وزیري په تونده لهجه وايي: (( مونږ به په هېڅ قېمت دا اجازه ورنکړو، تر څو دوی زمونږ دغه پاکه خاوره لاندې کړي او اغزن تار پرې ولګوي، حکومت ته هم پکار ده، چې د ولسونو سره همکار و اوسي.))
حنان د دې تار په اړه داسې وویل:(( پاکستان یو ځل بیا هغه ناکامه هڅه تکراروي او غواړي چې په دې پوله اغزن تار تېر کړي، خو ولس به د سر په قېمت دا اجازه ورنکړي ځکه دواړه غاړې ته پراته ولسونه د یوه تن غړي دي.))
بل لور ته په ځاځي اریوب ولسوالي کې مېشت د سرحدي ځواکونو د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن فرهاد سلطان وایي، په ډيورنډ فرضي کرښه کې به پاکستانيو ځواکونو ته په افغان خاوره کې د اغزن تار د لګولو اجازه ور نکړي.
د ده په خبره چې اوس یې د تار د غځېدو چارې درولې دي.
ډګرمن فرهاد سلطان په ځاځي اریوب کې د لومړي سرحدي کنډک قوماندان: (( د سرحد په اړه که درته ووایم، چې دوی چې دا کار د ټول هېواد د پولو په شاوخوا کې پیل کړی دوی اوس غواړي، چې دغه سرکونه خپلو پوستو ته جوړ کړي او مونږ به یوه لوېشت هم دا اجازه ورنکړو، په ځاځي میدان کې لږ دې خوا راتېر شوي و هغه کار مو هم اوس پرې بند کړی دی. ))
پکتيا له ګاونډي هېواد پاکستان سره د ډيورنډ دوه څلوېښت کيلومتره فرضي کرښه لري چې لانجې پرې له ډېرې پخوا راهيسې دوام لري.
اوس مهال ولسي خلک وايي چې پاکستانی پوځ له خپلو پخوانيو ساحو څخه مخکې راغلی او د تار غځولو پر مهال يې د نورې افغان خاورې د لاندې کېدو هڅې هم کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *