چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پکتیا: د افغانستان په هوایي بریدونو کې ۳۳ وسله وال وژل شوی

پکتیا: د افغانستان په هوایي بریدونو کې ۳۳ وسله وال وژل شوی

امنیتي چارواکي وایي د افغانستان په پکتیا ولایت کې په وسله والو طالبانو هوایي ځواکونو چټک بریدونه کړي چې په کې ۳۳ طالبان وژل شوي اؤ ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

دغه بریدونه د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې په بیلابیلو سیمو د طالبانو په پټنځایونو شوي دي

دافغانستان خبري اژانس پژواک د پکتیا د والي د ویاند عبدالله حسرت له خولې ویلي چې دافغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې دطالبانو مهم مشران هم وژل شوي دي.

هغه دعوه کړې چې طالبان د ډیورنډ د کرښې څخه را اوختي وو او غوښتل یې چې دلوګر په ازره او دننګرهار حصارک ولسوالیو کې ځایې پر ځایې شي خو داسخباراتي معلوماتو له مخې پرې افغان هوایي ځواکونو بریدونه وکړل او درنه مرګ ژوبله یې ور واړوله.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ددغه برید پخلی کړی او رسنیو ته یې ویلي چې برید د طالبانو په دوو موټرو شوي چې پکې پینځه طالبان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي.

دافغانستان ختیز ولایت پاکستان دپکتیا سره ګډه پوله لري او په دغه ولایت کې طالبان زیات فعاله دي.

افغان چارواکي تور لګوي چې طالبان د پاکستان دپوځ او استخباراتي شبکو په مرسته افغانستان کې ترهګریز بریدونه کوي خو پاکستان دغه تورونه د دوی او افغانستان کې د ناامنۍ علت دافغان دولت خپله ناکامي بولي.

په دې وروستیو کې طالبانو د الخندق په نوم د نوو جګړو پېل کولو اعلان کړی چې د هغې سره سم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د ځانمرګي بریدونو او بمي چاودنو لړۍ چټک شوې ده.

تېره ورځ هم د افغانستان پلازمینه کابل کې په دوؤ ترهګریزو بمونو کې اوو کسان وژل شوي و.

خو بیا د افغانستان استخباراتي چارواکو ویلي چې دغه بریدونه طالبانو او د حقاني شبکې ترهګرو د پاکستان په مرسته کړي دي. خو پاکستان لا د دغه تور په هکله خپل دریځ نه دی واضحه کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: