یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / پکتیا: د پاکستاني کلدارو پر ضد کمپاین پیل شو

پکتیا: د پاکستاني کلدارو پر ضد کمپاین پیل شو

د پکتیا ولایت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې هڅې پیل شوي چې په پاکستاني کلدارو د موادو او اجناسو د پلورلو او پېردلو مخه ونیول شي.

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رئیس نصیر عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل چې د دې مقصد لپاره د پکتیا د والي له‌خوا یو کمېسیون جوړ شوی چې هره ورځ په بازار کې افغانۍ توزېع کړي.

ښاغلی عالمیار وايي، دغه اقدام د پکتیا ولایت د خصوصي سکټور د غوښتنې له مخې شوی او تصمیم نیول شوی چې وروسته له دې په دغه ولایت په سوداګریزو معاملو کې د پاکستانۍ کلدارو پر ځای افغانۍ وکارول شي.

پاکستانۍ کلدارې د څو سرحدي ولایتونو په ورځنیو چارو کې کارول کېږي چې د پکتیا د سوداګرو په خبره، د اسعارو د تبادلې پر مهال دوی ته زیان رسوونکي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *