د افغانستان په جنوب ختېځ کې د افغان پوځ چارواکي وایي د پکتیا ولایت په مربوطاتو کې د عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر پاکستاني وسله وال هم وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ او ګردېز اړوند چوڼۍ سیمه کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا د تندر(۲) په نوم عملیانو په جریان کې د پاکستاني جنګیالیو په ګډون ۳۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او تر ۵۰ تنو زیات ټپیان شوي دي.
د تندر قول اردو درستیزوال روح الله خلیل اوغلې له رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل چې وسله والو ترهګرو ته دغه مرګ ژوبله د دوشنبې ورځې له مازدیګر راپدېخوا په مخامخ جګړه، د افغان ځواکونو د تېرې شپې د کمین، توپچي او هوایي بریدونو په پایله کې اوښتې چې د اتو تنو ترهګرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې وو چې نن سهار د ۲۰۳ تندر قول اردو قرارګاه ته له راوړل شول.