دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پکتیکا: پاکستان نه راوړل شوی موټر له چاودېدونکو توکو ډک نیول شوی

پکتیکا: پاکستان نه راوړل شوی موټر له چاودېدونکو توکو ډک نیول شوی

د افغانستان ملي امنیت ریاست وایي د دې ریاست ځانګړي قطعې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالی کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.

د ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې ویلي، چې له یاد هېن موټر څخه چاودېدونکې توکې کشف او ترلاسه شوي.

خبرپانه زیاتوي، چې چاودېدونکې په دغه موټر کې د امونیم نایټریټ مواد په ۶۲ بوجې کې ځای پر ځای شوی و او هغه وخت د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو چې د پاکستان له وانا څخه د غزني په لور روان و

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *