دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پکتیکا کې ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي دي

پکتیکا کې ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي دي

د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې لس سرحدي پوليس او پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. په ګیان ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مڼې کنډو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريد کړی دی، چې په دې جګړه کې لس سرحدي پوليس او پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. خو د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين بيا وايي، چې په دې جګړه کې يواځې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي. ده وويل، چې په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل. په ورته وخت کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د ګيان ولسوالۍ د تېرې شپې په جګړه کې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *