شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ځانګړي ځواکونه هغه اهداف په نښه کوي چې امریکایان يي ورته په ګوته کوې

ځانګړي ځواکونه هغه اهداف په نښه کوي چې امریکایان يي ورته په ګوته کوې

په داسې حال کې چې په خوست کې د کمپاین په نامه ملیشو او په ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې ځانګړو کمانډو ځواکونو په دې وروستیو کې په مختلفو سیمو کې په پرلپسې توګه ولسي وګړي په نښه کړل، د دوی دې کړنو د مشرانو جرګې د غړو اندیښنې او توند غبرګونونه راپارولي. د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار وایي؛ ځانګړي ځواکونه یواځې هغه اهداف په نښه کوي چې امریکایان یې ورته ورکړي،نوموړی یاد ځواک د امریکا خاصې ملیشې بولي چې د هغوی په امر پر عامو ولسونو خپلسري عملیات ترسره کوي. مسلمیار چې په تیرو څو ورځو کې یې د کورنۍ څو تنه غړي هم د یادو ځواکونو له خوا ووژل شول، له حکومت غواړي چې دا ملیشې دې په اردو کې مدغم کړي . سناتوران وایي؛ د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه جوړ شوی څلور کلن پلان لا هم کومه نتیجه نه ورکړې او وضعیت تر پخوا زیات د بحران پر لور روان دی. د مشرانو جرګې غړی نثار حارث د کابل وروستي برید ته په اشارې سره وایي؛ وسلوالې ډلې د بهرنیانو له امکاناتو په استفادې سره د دوي خوندي مراکز په نښه کوي، چې په وینا یې د لته د جګړې اصلي لوری امریکایان دي چې په یوه او بل نوم روانې جګړې ته د دوام پلمې لټوي. د کابل د کورنیو چارو پر وزارت وروستی برید چې داعش یې مسؤلیت ومانه ، بریدګرو په کې له امریکایي یونیفورم او وسلو کار اخیستی و. د مشرانو جرګې غړي له حکومت او بهرنیانو غواړي چې د عملیاتو پر مهال دې د ملکي وګړو د سر او مال خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او ګواښ یې کړی چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي د خلکو له جدي غبرګون سره به مخ شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: