دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / څارونکي بنسټونه: د ټاکنو نه کېدو په اړه شکونه ډېر شوي

څارونکي بنسټونه: د ټاکنو نه کېدو په اړه شکونه ډېر شوي

د ولسمشرۍ ټاکنو د نه ترسره کېدو په تړاو شکونه ډېر شوي دي. پر ټاکنو څارونکې بنسټونه وايي، په ولایتونو او مرکز کې د معترضو نوماندانو له لوري د ټاکنو خپلواک کمیسیون دروازو تړل او د کمیسیون له لورې د احزابو غوښتنو نه منلو د ولمشریزو، ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو نه ترسره کیدو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي. پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید روښانه کړي، چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې په خپل وخت تر سره کیږي. دوی وايي، په ډیر باور هغه سټیکرونه، چې پر جعلي تذکرو لګول شوي دي له کمیسیون ایستل شوي او کمیسیون باید یاده مسئله له پيله له خلکو او رسنیو سره شریکه کړې وای. تر دې وړاندې سیاسي احزابو هم خبرداری ورکړی و، که ټاکنې په همدې بڼه ترسره شي، دوی به یې تحریم کړي او د کمېسیونونو دروازې به وتړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *